امنیت

د پاکستان دفاع وزیر: د وژنو او وینې‌ بهېدونکو مېلمستیاوو د پای ته رسېدلو وخت رارسېدلی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تورن کړ چې د طالبانو زرګونه غړي یې پاکستان ته راوستي او هلته یې میشت کړي دي.

هغه پرون، د پنجشنبې په ورځ، د “ایکس” شبکې له لارې وویل چې حتی اوس هم تحریک انصاف ګوند د ترهګرو ډلو سره د خبرو د پیل خبره کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر د خپلو ځواکونو او ولس د کلونو وینې توېدنې ته په اشارې سره وویل: «سره له دې چې له افغان حکومت سره څو څو ځله خبرې شوې او پلاوي کابل ته تللي، خو تاوتریخوالی او ترهګریز بریدونه نه دي درېدلي. د پوځیانو د جنازو مراسم هره ورځ ترسره کېږي.»

خواجه آصف زیاته کړه: «موږ د ۶۰ میلیونو افغان کډوالو د ۶۰ کلونو مېلمستیا بیه په خپله وینه ورکوو. اوس وخت رارسېدلی چې افغان مېلمانه خپلو کورونو ته ستانه شي او دې بې‌ځایه وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.»

هغه پوښتنه وکړه: «دا څنګه مېلمانه دي چې د خپلو کوربنو وینه تویوي او قاتلانو ته پناه ورکوي؟»