د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نوي ډېلي ته رسېدلی او تمه ده چې د دغه سفر پر مهال به د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې وشي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي دي: «موږ د افغانستان(طالبانو) د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د راتګ هرکلی کوو. هیله لرو له هغه سره د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسایلو په اړه رغنده او پُرمحتوا خبرې وکړو.»
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، هند له کابل سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې په رسمي توګه بېرته نه دي پیل کړې، خو د تخنیکي او بشري همکاریو له لارې یې تماسونه ساتلي دي.
هند په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره څو ځلې د بشري مرستو کڅوړې لېږلې، چې پکې د غنمو، درملو او نورو لومړنیو اړتیاوو توکي شامل وو. همدارنګه، په کابل کې د هند د سفارت د تخنیکي ټیم محدود حضور د اړیکو د دوام نښه بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، هند د طالبانو له حکومت سره له رسمي پېژندنې ډډه کوی، خو د خپلو ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې د تماسونو لړۍ فعاله ساتلې ده. هند هڅه کوي د خپل ملي امنیت، ترهګرۍ ضد هڅو، سیمهییز ثبات او د جنوبي اسیا د همکاریو په تړاو، د کابل له واکمنانو سره د اړیکو یوه متوازنه تګلاره وساتي.
ځینې شنونکي باور لري چې د متقي دا سفر ښايي د هند او طالبانو ترمنځ د باور فضا د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وي. هند له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان یو له مهمو رغنیزو شریکانو څخه و، او اوس هڅه کوي د بدلونونو تر سیوري لاندې خپلې اړیکې له نوې زاویې تنظیم کړي.
د دې سفر د لاجزئیاتو او احتمالي پایلو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي شوې، خو څارونکي وايي، دا لیدنه کولی شي د هند او طالبانو ترمنځ د راتلونکو تعاملاتو لپاره نوی فصل پرانیزي.
