د نړۍ د فوټبال ستوری کریسټیانو رونالډو، چې د فوټبال تر څنګ په ګڼو سوداګریزو او ټولنیزو چارو کې بوخت دی، اعلان کړی چې د خپل روغتیايي شرکت «انسپایر» د فعالیت د پراخېدو په لړ کې به په ریاض کې هم نوې څانګې پرانیزي.
رونالډو، چې د دغه شرکت شریک بنسټاېښودونکی دی، د سعودي ټلوېزیوني شبکې ایم سي بي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، سعودي عربستان یې «کور» ګرځېدلی دی او غواړي د دغه هېواد خلکو ته د روغتیا او ځانباور په برخه کې خدمت وکړي.
ده زیاته کړه: «زما لپاره روغتیا تر ټولو مهمه ده، ښه روغتیا د ښه ژوند بنسټ دی. موږ دلته د دې لپاره یو چې خلکو ته مرسته وکړو.»
د «النصر» لوبډلې دا ستوری، چې اوس ۴۰ کلن دی، لا هم په لوړه کچه سیالي کوي او د فوټبال په نړۍ کې د فزیکي چمتووالي نښه ګڼل کېږي. رونالډو وویل، روغتیا، ظاهري بڼه او ځانباور یو له بل سره تړلي دي، او کله چې انسان ښه ښکاري، له دننه هم باور زیات احساسوي.
ده په ټوکه زیاته کړه: «که زه بېویښتانو شوم، نو زه به هغه رونالډو نه یم چې تاسو یې پېژنئ!»
رونالډو د سعودي عربستان د ژوند، کلتور او خلکو ستاینه وکړه او ویې ویل چې غواړي د «انسپایر» له لارې د دې هېواد د خلکو د ژوند کیفیت لا ښه کړي.
