سیاست

د مسکو د غونډې ګډونوالو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د افغانستان د ثبات لپاره پر ګډو همکاریو هوکړه وکړه

The Moscow Format meeting. Photo by Russian Foreign Ministry.

د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ اوومه غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه په مسکو کې ترسره شوه، چې ګډونوالو پکې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو له لارې د ترهګرۍ پر ضد د هڅو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړلو.

د غونډې په اعلامیه کې ویل شوي، ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي امنیتي ګواښ دی، او د له منځه وړلو لپاره یې باید ګډ او همغږي اقدامات ترسره شي. ګډونوالو هېوادونو ژمنه وکړه چې د دغو اقداماتو د عملي کېدو ملاتړ به کوي.

په دې غونډه کې د طالبانو، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازو او لوړپوړو چارواکيو ګډون درلود، او د بلاروس استازي د مېلمه په توګه شتون درلود.

ګډونوالو د افغانستان د خپلواکۍ، ملي یووالي او سولې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د سیمې د ثبات لپاره اړینه وبلله.

د اعلامیې له مخې، ګډونوال هېوادونه غواړي د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو په طرحه او عملي کولو کې د دغه هېواد ونډه زیاته کړي.

ګډونوالو همدارنګه د افغانستان د دوامدار پرمختګ، د فقر د کمولو، د کرنې د پیاوړتیا، د طبیعي افتونو د مخنیوي او د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي پر اړتیا ټینګار وکړ، او غوښتنه یې وکړه چې افغانستان دې د سیمه‌ییزو همکاریو په شبکو کې فعاله ونډه ولري.

د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د افغانستان د خلکو له بشردوستانه ملاتړ څخه د دوامدار ملاتړ غوښتنه شوې، او ټینګار شوی چې دغه مرسته باید له سیاسي شرطونو پرته ترسره شي.

ګډونوالو د افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو په خاوره کې د بهرنیو پوځي اډو د جوړولو هر راز هڅه رد کړه، او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات له ګټو سره په ټکر کې وبلله.

د غونډې ګډونوالو له ټولو اړخونو څخه چې د افغانستان د روانو ستونزو مسوول دي، غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد د اقتصادي بیارغونې او دایمي پرمختګ په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د مسکو فارمټ غونډو لړۍ په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې په نوښت پیل شوې، او تر اوسه یې اووه غونډې ترسره شوې دي.