منځنی ختیځ

مصر کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د غزې جګړې د بندېدلو خبرې پیل شوې

د اسراییلو او حماس استازو د دوشنبې په ورځ په مصر کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ مذاکرات پیل کړل. د دې خبرو لومړۍ ورځ د جنجالي موضوعاتو لکه د اسراییلو وتلو، د حماس بې‌وسلې کېدو، او د بندیانو د تبادلې پر سر تیره شوه.

د دواړو لورو ترڅنګ، د امریکا، قطر او مصر استازي هم د منځګړیتوب لپاره په غونډه کې ګډون لري. دا خبرې د بحیرې سور پر غاړه د شرم‌الشیخ په سیاحتي ښار کې روانې دي او ټاکل شوې چې نن سه شنبه  هم دوام ومومي.

د ټرمپ د طرحې له مخې، جګړه به ودریږي، بندیان به خوشې شي، او د غزې خلکو ته به پراخه بشري مرسته ورسېږي. د دې پلان ملاتړ د عربي او لوېدیځو هېوادونو لخوا هم شوی، او واشنګټن دا د دوو کلونو جګړې د ختمېدو تر ټولو نږدې فرصت ګڼي.

ټرمپ، چې ځان د “غزې د سولې یوازینی توانمند مشر” بولي، ویلي دي:

“زه باور لرم چې موږ به یوې هوکړې ته ورسېږو، داسې هوکړې ته چې دوامداره به وي.”

خو دواړه لوري لا هم د هغو مهمو جزیاتو په اړه وضاحت غواړي چې پخوا یې د سولې هڅې ناکامې کړې وې. ټرمپ له اسراییلو غوښتي چې د خبرو پر مهال بمبارونه وځنډوي، خو د غزې اوسېدونکي وايي بریدونه لا هم روان دي، که څه هم شدت یې لږ شوی. د غزې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د اسراییلو د بریدونو له امله د ۱۹ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړ.

د فلسطیني سرچینو په وینا، حماس په خبرو کې د اسراییلو د وتلو د مهال‌ویش او دایمي اوربند د ضمانت غوښتنه کړې ده. د دغې ډلې استازو اندېښنه څرګنده کړې چې اسراییل ښايي د بندیانو له خوشې کېدو وروسته له هوکړې سرغړونه وکړي.

د اسراییلو یوې امنیتي سرچینې ویلي چې خبرې به لومړی د بندیانو د تبادلې پر موضوع تمرکز وکړي، او اسراییل به یوازې د ټرمپ د پلان له مخې تر “زرد کرښې” پورې د ځواکونو د شا تګ اجازه ورکړي، څو یوه امنیتي حایل سیمه جوړه شي.