د ایران د خراسان رضوي سرحدي ځواکونو قوماندان، مجید شجاع، ویلي چې په تېر یو کال کې شاوخوا یو میلیون افغان مهاجر د دوغارون له پولې بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.
د ایرانی رسنیو د راپور له مخې، شجاع د “امنیتي او انتظامي اونۍ” په مناسبت یوې خبري ناستې ته وویل: «د افغان کډوالو د شړلو شمېر د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې د “سفیر شهدا” په نوم د سرحدي امنیتي طرحې د پلي کولو ترڅنګ، د سرحدونو د فزیکي او ځیرک کنټرول پروژې هم پیل شوې دي، او د افغان پولې په اوږدو کې د ۵۰۰ استوګنیزو واحدونو د جوړولو کار بشپړ شوی دی.
شجاع وویل، د بېسنده کډوالو د تنظیم او استولو پروسه د جوزا میاشتې له وروستیو راهیسې پیل شوې، او تر اوسه نږدې یو میلیون کسان، چې په کې هم قانوني او هم غیرقانوني مهاجر شامل دي، د خراسان رضوي له پولو وتلي دي. د نوموړي په وینا، دا شمېر د تېر کال په پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.
ایراني چارواکي هغه افغانان چې ویزې نه لري، «غیرمجاز وګړي» بولي.
مجید شجاع وویل، دا بهیر «د مختلفو دولتي ادارو په همکارۍ او د ایران د اسلامي جمهوریت د ښه نیت د څرګندولو لپاره ترسره شوی دی.»
په ورته وخت کې، په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان دواړو د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه شوې، چې دغه کار پر افغانستان نور هم فشار زیات کړی دی، هغه هېواد چې له سخت اقتصادي بحران، طبیعي پېښو او بشري ستونزو سره لاسوګرېوان دی.
ډېری راستانه شوي افغانان وايي، دوی داسې هېواد ته ستنېږي چې هلته د کار فرصتونه کم دي او د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر زدهکړو لا هم محدودیتونه لګېدلي دي.
