د حماس استازو د یکشنبې په ورځ مصر ته سفر کړی، څو له اسرائیل سره هغه خبرې پیل کړي چې امریکا تمه لري د غزې جګړه به پرې ودریږي او پاتې بنديان به خوشې شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، راتلونکې څو ورځې به د دې خبرو لپاره “ډېرې مهمې” وي.
ټاکل شوې چې د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو وزیر، رون ډرمیر، د دوشنبې په ورځ مصر ته لاړ شي، څو د شرمالشیخ په ښار کې د بنديانو د تبادلې او اوربند پر سر خبرې وکړي. دا خبرې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د نوې طرحې برخه دي چې موخه یې د غزې روانه جګړه ختمول دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي: “موږ به ډېر ژر پوه شو چې حماس څومره جدي دی. د خبرو تخنیکي بهیر به دا روښانه کړي.” هغه وویل، په غزه کې لاهم ۴۸ بنديان شته چې ۲۰ تنه یې ژوندی دي.
ټرمپ د یکشنبې په ماښام پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې خبرې “په چټکۍ سره پرمخ روانې دي” او هیله یې څرګنده کړې چې د بنديانو د تبادلې لومړۍ پړاو به همدا اونۍ بشپړ شي. د دې پړاو له مخې، د حماس له لوري نیول شوي بنديان به د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي.
د حماس پلاوی چې مشري یې د دې ډلې د جلاوطنه مشر خلیل الحیة کوي، یکشنبه ناوخته قاهرې ته رسېدلی، څو د امریکا او قطر له استازو سره د جګړې د درولو او د سولې د عملي کولو په اړه خبرې وکړي. مصر ته د الحیة دا لومړنی سفر وروسته له هغې کېږي، چې تېره میاشت په دوحه کې له اسرائیلي برید څخه ژوندی پاتې شو.
ولسمشر ټرمپ د شلو مادو یو پلان وړاندې کړی چې موخه یې د غزې جګړې ختمول، د پاتې بنديانو خوشې کول او د سیمې د راتلونکې سیاسي بڼې ټاکل دي. حماس او اسرائیلو د دې پلان پر ځینو برخو موافقه کړې، خو حماس د خپلو وسلهوالو ځواکونو د غیرمسلح کولو غوښتنه رد کړې ده.
په همدې حال کې، د ټرمپ د بمباریو د بندېدو له غوښتنې سره سره، د اسرائیل پوځ د غزې پر بیلابېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی. فلسطینیان وايي، لاهم نهده روښانه شوې چې د ټرمپ د سولې طرحه به کله عملي شي.
