د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۱۳ – د ۸ بجو خبرونه

د هبت الله آخندزاده له دفتره د یوې سرچینې په ګډون، له کندهاره دوه باخبره سرچینو آمو ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د طالبانو له مشر سره د لیدنې په موخه کندهار ته تللی او هند او روسیې ته د خپل سفر په اړه یې له هبت الله آخندزاده څخه امر اخیستی دی.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د اکتوبر له نهمې تر شپاړسمې امیرخان متقي ته د هند د تګ په موخه د سفر معافیت ورکړی خو د معافیت د ورکولو په اعلامیه کې د روسیې سفر ته اشاره نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې روسيې متقي ته د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.