افغانستان

پر نجونو او ښځو د فشارونو له امله د امریکا له خوا پر طالبانو د وېزو محدودیت لګول

کندهار کې د یوې مېرمنې تصویر. د ۱۴۰۱ کال د غويي میاشت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، چې امریکا د طالبانو لپاره د وېزو د محدودیت سیاست افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځپلو له امله لګولی دی.

بلینکن د سه‌شنبې پر ورځ په یوه بیانیه کې څرګنده کړې، چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي په تړاو پر مخکینیو تضمینونو سربېره هغوی «ځینې کړنلارې یا فرمانونه صادر او پلي کړي چې افغانستان کې ښځې او نجونې په عملي توګه له زده‌کړو او په عمومي ژوند کې له بشپړ ګډون او په ډېرو برخو کې له کار څخه منع کوي.»

هغه زیاته کړه: «امریکا د هغو کسانو پر وړاندې چې افغانستان کې د نجونو او ښځو په ځپلو کې لاس لري بندیز لګوي. موږ همدارنګه پر طالبانو او نورو فشارونه راوړو ترڅو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو له دې جملې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د زده‌کړو حق ته درناوی وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د محدودیتونو یوه اوږده نوملړ ته، چې له واکمنۍ راهیسې یې پر نجونو او ښځو تپلي دي اشاره وکړه، چې له دې جملې کولای شو منځنیو یا عالي زده‌کړو ته د لاسرسي محدودیت، له کار کولو مخنیوی او د هغوی د دندې په ټاکلو او د مدني خوځښتونو، د بیان ازادۍ او د خصوصي حریم پروړاندې د بندیزونو رامنځته کولو ته اشاره وکړو.

بلینکن همداراز د طالبانو له خوا د نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي او د هغوی ځورولو ته هم اشاره وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، د هغو کسانو د اصلي کورنیو وېزې هم ښایي محدودې شي چې بندیز پرې لګېدلی دی.

بلینکن وویل: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په هغه کې نجونې په سیستماتیک ډول له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع کېږي؛ پرته له دې چې ښوونځیو ته د هغوی د بېرته ستنېدو نېټه په پام کې ونیول شي.»

هغه زیاته کړه: «امریکا په کلکه له افغانانو ملاتړ کوي او ژمن دی چې د ټولو افغانانو له دې جملې د نجونو او ښځو د بنسټیزو ازادیو او د بشري حقونو د خوندیتوب او لوړولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.»

د طالبانو ادارې په تېر یوه کال کې افغانستان کې پر ښځو او نجونو ګڼ بندیزونه لګولي دي. د کار په ځای کې یا له کوره بهر د حجاب اغوستل، په ټلویزیونونو کې د راڅرګندېدو پرمهال په جبري توګه ماسک کارول، د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو تړل کېدل او ډېر نور موارد یوازې د بندیزونو یوه برخه ده، چې طالبانو تر اوسه لګولي دي.

افغان مېرمنو او له هېواده بهر د ښځو د حقونو ملاتړ ډلو له امریکا غوښتي چې د طالب چارواکو پر سفر د بندیز له لګولو سره د دا شان اقدامونو پروړاندې اقدام وکړي. هغوی په دې وروستیو کې په دې اړه په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین په لار اچولی دی.