امنیت

سرچینې: کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې یو طالب وژل شوی

سرچینې وايي چې د ختیځ افغانستان په کونړ ولایت کې، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ پر ډیورنډ فرضي کرښې د نښتې پر مهال د طالبانو یو غړی وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا نښته د پنجشنبې سهار پیل شوې او د وقفې په ډول تر نن جمعې د سهار اتو بجو پورې دوام وکړ.

راپورونه ښيي چې دغه نښته د کونړ ولایت په ناړۍ په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د ځايي معلوماتو پر بنسټ، هغه طالب چې په دې نښتو کې وژل شوی «زرین خان» نومېدلو او د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ اوسېدونکی و.

سرچینې زیاتوي چې د جګړې د شدت له امله شاوخوا شل کورنۍ له سیمې کډوالې شوې دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ملګرو ملتونو د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتني راپور له مخې، په دغه کال کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ لږ تر لږه ۱۴  نښتې او د ډزو تبادلې شوې دي.