سید ناصر، یو افغان چې د امریکا له پوځ سره یې د جګړې پر مهال همکاري کړې وه، له څو میاشتو توقیف وروسته ازاد شوی او وايي هېڅکله یې داسې تمه نه لرله چې امریکا به خپل متحدین دومره وځوروي.
ناصر د پنجشنبې په ورځ په سان ډیاګو کې د بالبوا پارک د ویټران موزیم په تالار کې د خپلې کورنۍ، وکیل او ملاتړو په حضور کې خبرې وکړې. هغه وویل: «ازادي د ژوند تر ټولو ښکلی احساس دی، خو درې نیمې میاشتې بند زما د ژوند تر ټولو سختې ورځې وې.»
هغه د جون په میاشت کې د پناه غوښتنې د لومړۍ محکمې پر مهال د کډوالۍ د چارواکو لخوا ونیول شو او له هماغې ورځې تر خوشې کېدو پورې یې ځان د نه منلو وړ حالت کې بندي وبللو.
فدرالي قاضي ګونزالو کوریل د ناصر د خوشې کېدلو حکم وکړ او ویې ویل چې نوموړی د خپلو قانوني حقونو څخه بې برخې شوی و.
ناصر وویل: «ما په خپل هېواد کې د امریکا لپاره کار کړی و او هیله مې لرله چې دوی به راته د تابعیت قانوني لاره برابره کړي، نه دا چې په زندان کې مې واچوي.»
هغه زیاتوي چې د بند پر مهال یې دنده له لاسه ورکړه، خو غواړي په پلور او مالي چارو کې بېرته د کار پیل وکړي.
د ده وکیل براین مک ګولډریک وویل: «د ناصر د خوشې کېدو یوازینۍ لار دا وه چې فدرالي محکمې ته عریضه وړاندې کړو، ځکه د کډوالۍ چارواکو د خوشې کولو هېڅ نیت نه درلود.»
د افغان ایواک د کډوالو ملاتړ کوونکې موسسې مشر شاون وین ډایور، ناصر زړور وباله او ویې ویل چې له خپل وضعیت سره سره یې د مشرۍ رول منلی دی.
په همدې حال کې د سان ډیاګو استازي سکاټ پیټرز په یو ویدیو پیغام کې ناصر ته وویل: «هیله لرم ستا په څېر د نورو افغان متحدینو کیسې هم په بریا او ازادۍ پای ته ورسېږي.»
