د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «ایف اې او» اعلان کړی چې د نړیوال بانک په مرسته به په افغانستان کې د انګورو وچولو لپاره ۱۶۵ ځانګړي خونې جوړې کړي.
یاد سازمان په خپله خبرپاڼه کې ویلي، دغه تاسیسات چې هر یو یې د ۱۵ متریک ټنه انګورو ظرفیت لري، بزګرانو ته زمینه برابروي څو د انګورو د وچولو بهیر په معیاري ډول ترسره کړي، د حاصلاتو له ضایع کېدو مخنیوی وکړي او له خپلو کرنیزو محصولاتو ښه عاید ترلاسه کړي.
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په وینا، د دغو خونو جوړېدل به د افغانستان د انګورو کروندګرو اقتصادي وضعیت ته د پیاوړتیا ترڅنګ د کرنیزو تولیداتو د ارزښت لوړولو لپاره هم یو مهم ګام وي.
انګور د افغانستان له مهمو کرنیزو برخو څخه ده او هر کال سلګونه زره ټنه حاصلات ورکوي. د کرنې وزارت او سیمهییزو سرچینو د وروستیو شمېرنو له مخې، یوازې په کابل کې د انګورو سږنی حاصل له ۲۳۲ زرو ټنو اوښتی، په هرات کې شاوخوا ۱۸۰ زره ټنه، په سرېپول کې تر ۱۲۳ زرو ټنو، په فاریاب کې نږدې ۶۹ زره ټنه او په بلخ کې نږدې ۳۴ زره ټنه انګور تولید شوي دي.
دغه ولایتونه د هېواد د انګورو د مهمو تولیدوونکو سیمو په توګه پېژندل کېږي، چې د کورني بازار ترڅنګ یې د صادراتو په برخه کې هم مهم ارزښت لري.
