سوداګري

په لویې پانګې د لبنیاتو د تولیدي شرکت د کار پيل

Inside the

کابل کې د لبنیاتو د تولید یوه خصوصي شرکت د ۷.۷ میلیون ډالرو په پانګونې نن سه‌شنبه خپل فعالیت پيل کړ.

د «اسد وصال» تولیدي شرکت په یوه ورځ کې د ۲۰ زره ټنه لبنیاتو د تولید ظرفیت لري چې د ګذرګاه د لبنیاتو له دولتي شرکت وروسته به په دغه برخه کې ترټولو لوی شرکت وي.

د دغه شرکت رییس سید احمد احمدي کابل کې په یو لړ مراسمو کې وویل، چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې یې د غواوو ۲۰۲ فارمونه فعال کړي دي، چې دغه شرکت ته به شیدې برابروي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د خصوصي برخې لپاره د ځای ستونزه هواره کړي او د افغانستان تولیدوونکو او صنعتکارانو ته دې ځمکې ووېشي.

احمدي له خلکو وغوښتل د خپل هېواد له کورنیو محصولاتو څخه کار واخلي او د افغانستان د ځان‌بسیاینې په برخه کې ونډه واخلي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار صافي په دې غونډه کې په هېواد کې د صنعت د پرمختګ لپاره پر هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل، په دې کار سره به د هېواد اقتصادي ستونزې هوارې شي او د وزګارۍ کچه به ټیټه شي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان د مخکیني حکومت پرمهال هر کال تر ۷ میلیارد ډالرو زیات واردات لرل. هغه له طالبانو وغوښتل فساد صفر ته ورسوي ترڅو په هېواد کې د پانګونې ښه فضا رامنځته شي.

په دې ناسته کې طالب چارواکو د دغې تولیدي کارخونې له جوړېدو او فعالیت څخه هرکلی وکړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین قدرت‌الله جمال په دې ناسته کې وویل: «په ټول ځواک سره له خپلو تولیدوونکو او صنعتکارانو ملاتړ کوو.»

د ویلو ده، چې افغانستان کې تر ۶۰۰ زیات تولیدي شرکتونه فعال دي چې د هېواد لپاره ۵۶ ډوله کارېدوونکي توکي تولیدوي. په دغو تولیداتو کې ودانیز او خوراکي توکي، پلاستیکي صنایع، لبنیات او د څښاک توکي شامل دي.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د کورنیو کارخونو تولیدات د معدني اوبو، غیرالکولي څښاکونو، پلاستیکي صنایعو او د ځینو ودانیزو توکو په برخه کې داسې کچې ته رسېدلي چې د هېواد له بهر څخه د دغو توکو واردولو ته نور اړتیا نشته.