د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د روان کال د اکتوبر په میاشت کې زمبابوې ته سفر وکړي، څو هلته یو ټیسټ او درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي. دا ټولې سیالۍ به د هرارې سپورټس کلب په لوبغالي کې ترسره شي.
په پلان کې وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې سفرونو پروګرام (ایف ټي پي) له مخې دوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره شي؛ خو اوس مهال یوازې یو ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې په مهالوېش کې شاملې دي. دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د سور بال ټیسټ کوربه توب کوي.
افغانستان او زمبابوې وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشتو کې زمبابوې کې له یو بل سره مخامخ شوي وو. په هغې لړۍ کې افغانستان د یو ورځنیو لوبو ۲-۰ بریا خپله کړې وه، د شل اوریزو لوبو لړۍ یې ۲-۱ ګټلې وه، او د ټیسټونو په لړۍ کې یې یو لوبه مساوي او بله په بریا پای ته رسولې وه.
د راپورونو له مخې، د زمبابوې کرېکټ بورډ غواړي د راتلونکې شل اوریز نړیوال جام لپاره چې په ۲۰۲۶ کال کې به د هند او سریلانکا په کوربتوب ترسره شي، پر شل اوریزو لوبو ډېر کار وکړي. دا مهال د زمبابوې لوبډله د افریقا د سیمهییزو کوالیفایر سیالیو نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده او که کینیا ته ماتې ورکړي، نړیوال جام ته به لار پیدا کړي.
که زمبابوې نړیوال جام ته ووځي، کېدای شي د روان کال د نومبر او راتلونکي کال د اپرېل ترمنځ د نورو سیالیو لپاره لړۍ تنظیم کړي. د نومیبا، هالنډ او نیپال لوبډلې د زمبابوې د احتمالي سیالانو په نوملړ کې یادې شوې دي.
