د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر ټولنیز شبکه اېکس لیکلي چې د ده تر لاسه شوې رپوټونه ښيي، ډاکټر فاروق اعظم له بند څخه خوشې شوی دی.
خلیلزاد ویلي:«که دا رښتیا وي، نو ډېر مثبت ګام دی. ډاکټر فاروق اعظم یو وطنپال شخصیت دی چې د خپل ګران هېواد افغانستان د خدمت لپاره لوړ ظرفیت لري.»
ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو چارو له پخوانیو څېرو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد د سولې او ملي یووالي په بحثونو کې یې پرلپسې ونډه لرلې ده.ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان د سیاست یوه مبهمه او په ځینو مواردو کې متناقضه څېره بلل کېږي. نوموړی د پخواني جمهوري دولت پر مهال د طالبانو په لابي ګرۍ تورن و او له همدې کبله تل تر نیوکو لاندې و. که څه هم نوموړي د طالبانو په نظام کې رسمي دنده لرله او په تبلیغاتي برخه کې یې ډېر کار ورته کولو خو د نجونو د زده کړو اړوند د طالبانو پر تګلاې د نیوکو له وجې ونیول شو او له څو اونیو راهیسې په زندان کې و.
