د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ستوري لوبغاړي راشد خان تر مشرۍ لاندې سبا پنجشنبه (د اکتوبر په دویمه) د بنګله دېش پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ډګر ته ښکته کېږي. دویمه او درېیمه سیالۍ به د اکتوبر په درېیمه او پنځمه نېټه ترسره شي.
د شارجې کرکټ لوبغالي کوربهتوب کوونکې دغه سیالۍ د اتصالات جام په نوم ترسره کېږي.
د شل اوریزو لوبو دغه لړۍ د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بلل کېږي او تمه ده چې سیالۍ د کرکټ مینهوال د پوره جذابیت شاهدان کړي.
د لوبو د ټکټونو پېرلو لپاره مینوال کولی شي د کیو ټکټس اپلېکېشن له لارې انلاین ټکټونه ترلاسه کړي. همدارنګه، د لوبو په ورځ د مازیګر له څلورو بجو وروسته د لوبغالي له عمومي دروازې څخه هم ټکټونه اخیستل کېدای شي.
د افغانستان کرکټ بورډ مینوالو ته بلنه ورکړې چې لوبغالي ته ورشي او د خپلې ملي لوبډلې اتلان له نږدې وهڅوي.
افغان لوبډلې په وروستي آسیا جام کې ځینې ښې لوبې ترسره کړې، خو په ځینو مهمو سیالیو کې له تمې سره سم ونه وځلېدل. د سریلانکا پر وړاندې د توپ اچونکو ښه کارکردګي د ستاینې وړ وه او ځینې ځوان لوبغاړي لکه ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز په توپ وهنه کې وځلېدل، خو د پاکستان او هند پر وړاندې یې ښې لوبې ترسره نه کړې.
