د قطر، اردن، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو هڅو هرکلی کړی چې د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د امریکا ولسمشر د جګړې د ختمولو، د غزې د بیا رغونې، د فلسطیني ولس د بېځایه کېدو د مخنیوي او د پراخې سولې د ټینګېدو لپاره عملي ژمنې ښودلې دي. همداراز ټرمپ اعلان کړی چې د لوېدیځې غاړې د الحاق اجازه به ورنه کړي.
دغو هېوادونو ټینګار کړی چې دوی د امریکا او ټولو اړوندو لوریو سره د مثبت او رغنده تعامل لپاره چمتو دي، څو وروستۍ هوکړه نهایی او عملي شي او د سیمې خلکو ته سوله، امنیت او ثبات تضمین کړي.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د غزې جګړه باید د یوې هراړخیزې موهوکړې له لارې پای ته ورسېږي. دا هوکړه باید د کافي بشري مرستو پر دوامداره لېږد، د فلسطینیانو د نه بېځایه کېدو، د بندیانو خوشې کېدو، د ټولو اړخونو د امنیت د تضمین، د اسراییلي ځواکونو د بشپړې وتنې او د غزې د بیا رغونې ضمانت وکړي.
د وزیرانو په وینا، د سولې د عادلانه لارې یوازینۍ بنسټیزه حللاره د دوه دولتونو حل دی چې له مخې یې غزه د لوېدیځې غاړې سره په یوه خپلواک فلسطیني دولت کې مدغم شي. هغوی ټینګار کړی چې دا به د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د سیمې د ثبات او امنیت لپاره اساسي کلید وي.
