افغانستان

نی په تبعید کې: د انټرنېټ بندول، د دین په پلمه د ۴۰ میلیونه افغانانو د حقونو ضایع کول دي

تصویر از آرشیف.

د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی په تبعید کې» د طالبانو له لوري د انټرنېټ قطع کېدل د افغانانو پر وړاندې ستر ظلم بللی او ویلي یې دي چې دا کار د دیني ارزښتونو په نوم د څلوېښت میلیونه وګړو د حقونو ښکاره ضایع کول دي.

د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ماښام د افغانستان په کچه د نوري فایبر انټرنېټ ټول خدمتونه بند شول او ورسره د ګرځنده تلیفونونو انټرنېټي شبکې هم له کار ولوېدې. طالبانو تر اوسه د دې پرېکړې کوم دلیل نه دی وړاندې کړی؛ خو په پېل کې یې ښودلې وه، چې دا کار له منکراتو د مخنیوي په موخه ترسره کوي.

«نی په تبعید کې» په خپرې شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د انټرنېټ بندول د خلکو د زده‌کړې، پوهاوي او عاید مخه نیسي او طالبان غواړي د خلکو غږ له نړۍ پټ وساتي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کار افغانستان په یو لوی زندان بدلوي، ځکه په نننۍ نړۍ کې مجازي فضا د انسانانو د اړیکو او پرمختګ اساسي برخه ده.

یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو څخه چې له طالبانو سره اړیکې لري غوښتي چې د افغانانو د حقونو په ملاتړ خپلې اړیکې له طالبانو سره پرې کړي او له بدیلو ټکنالوژیکي لارو خلکو ته د انټرنېټ لاسرسی برابر کړي.

د طالبانو له خوا د انټرنېټ بندېدو په اړه تر دې دمه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند شوی.