افغانستان

طالبانو د «سټارلینک» انټرنیټ کاروونکو د نیولو امر کړی

عکس از آرشیف

په داسې حال کې چې د طالبانو مشرتابه د ټول هېواد په کچه د انټرنېټ بندولو پرېکړه کړې، د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د ای‌ټي مسؤول مولوي مسلم سیمه‌ییزو طالبانو ته امر کړی چې د «سټارلینک» انټرنېټ کاروونکي ونیسي.

په یوه غږیز پیغام کې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، مولوي مسلم خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کوي چې هغه کسان ونیسي چې د ایلن مسک له خوا وړاندې شوی «سټارلینک» انټرنېټ کاروي. دی وایي: «دا ډول خلک د امریکایانو ډېر مهم خلک دي، باید په نښه شي او ونیول شي.»

طالب چارواکو تر دې وړاندې د وایفای شبکو بندولو دستور ورکړی و، خو اوس‌مهال تمرکز د هغو کاروونکو پر نیولو شوی چې د سټارلینک له لارې انټرنېټ ترلاسه کوي.

که څه هم په پېل کې طالبانو خپل دغه اقدام ته له منکراتو د مخنیوي نوم ورکړی خو لا هم مبهمه ده، چې دوی دا کار د کوم مقصد لپاره ترسره کوي.

کارپوهان باور لري چې دا پرېکړه به نه یوازې د بیان ازادۍ ته جدي ګواښ وي، بلکې د هېواد له پاتې محدودو انټرنېټي سرچینو سره هم کلک بندیزونه وضع کړي.