سوداګري

د افغانستان او ایران کلنۍ سوداګري شاوخوا ۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، چې ۹۹ سلنه یې واردات دي

The border between Afghanistan and Iran in Nimroz province.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد، رسنیو ته وویل چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ ټول ارزښت یو میلیارد او ۶۲۶ میلیونو امریکایي ډالرو ته رسېدلی دی.

د ده په وینا، له دې جملې یوازې ۱۳ میلیونه ډالر د افغانستان صادرات جوړوي او پاتې نږدې ټول یې واردات دي. د افغان صادراتو عمده توکي ممیز، پنبه، غیرالکولي مشروبات، بادام، کونځلې، وچ زردالو او یو شمېر نور کرنیز محصولات بلل شوي دي.

خو د وارداتو برخه ډېره پراخه ده چې پکې ډیزل، پټرول، د سوون ګاز، سمنټ، د اوسپنې څادرونه، د موټرو پرزې، هګۍ او ګڼ نور لومړني توکي شامل دي.

اقتصادي شنونکي وايي چې د صادراتو او وارداتو ترمنځ دا ستر توپیر د افغانستان د تولیدي سکتور د کمزورۍ څرګندونه کوي او د هېواد اقتصادي توازن ته جدي ګواښ پېښوي. د دوی په باور، که د کورنیو تولیداتو ملاتړ او پانګونه زیاته نه شي، افغانستان به تل د وارداتو پر مټ خپلو اړتیاوو ته ځواب وايي او دا کار به د هېواد د اقتصادي ستونزه ستر لامل وګرځي.