سیاست

په اسلام‌اباد کې د یو شمېر سیاستوالو او مدني فعالانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه

Fawzia Koofi, former MP,

د افغانستان د یو شمېر سیاسي ډلو او ټولنیزو فعالانو دوه ورځنۍ غونډه نن (دوشنبه) په اسلام‌اباد کې پیل شوه.

دا غونډه د «یووالي او باور پر لور» تر سرلیک لاندې جوړه شوې ده.

یاده غونډه د «ښځې، د افغانستان لپاره» بنسټ او د جنوبي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټوټ په کوربه توب ترسره کېږي چې د هېواد د یو شمېر سیاسي ډلو او مدني ټولنو مشران او استازي یې برخه‌وال دي.

د غونډې موخه د باور پیاوړتیا، د سیمې د همکاریو پراختیا او د افغانستان د سیاسي راتلونکې څرنګوالي ته د لارې موندل بلل شوي دي.

د غونډې تنظیموونکي وايي، د بحثونو اصلي محور ګډ تفاهم او د باور جوړونه ده.

د آمو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۳۶ سیاسي څېرې، د مدني ټولنې فعالان، ښځې، او همدارنګه د افغانستان ژغورنې مقاومت شورا او د سولې او عدالت د ملي خوځښت غړي دې غونډې ته وربلل شوي دي.

د اسلام‌اباد دا غونډه، که څه هم د «یووالي او باور پر لور» تر شعار لاندې جوړه شوې، خو له ژور انتقاد سره مخ ده. ګڼ شمېر څارونکي باور لري چې د افغان سیاسي ډلو دا ډول غونډې، چې په پاکستان کې ترسره کېږي، یوازې د خپل سیاسي حضور د ښودلو لپاره وي، نه د واقعي بدیل د رامنځته کولو لپاره.