سیاست

د افغانستان د سیاسي ډلو دوه ورځنۍ غونډه نن په اسلام‌اباد کې پیلېږي

سرچینې وایي، د افغانستان د سیاسي ډلو دوه ورځنۍ غونډه نن (دوشنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي او نږدې ټول بلل شوي کسان به پکې ګډون وکړي.

د غونډې په اعلامیه کې راغلي، دا ناسته د «یووالي او باور پر لور» تر نوم لاندې د “ښځې د افغانستان لپاره” بنسټ او د جنوبي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ له‌خوا جوړه شوې ده. د غونډې موخه د افغان او پاکستاني رهبرانو، استازو او فعالانو ترمنځ د رغنده خبرو زمینه برابرول بلل شوې ده.

د اعلامیې له مخې، غونډه به په دوو برخو کې ترسره شي:

  • د افغانستان د راتلونکې، د ولسواک نظام اړتیاوو او د ښځو د معنا لرونکې ونډې په اړه د نظرونو تبادله.
  • د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د باور جوړونه او د سیمه‌ییزو ستونزو لپاره د خلکو پر بنسټ حل لارې موندل.

اعلامیه زیاتوي چې دا غونډه د «متقابل درک د پیاوړتیا، د همغږۍ ښه کولو او د ګډو اصولو د تعریف» په هدف ترسره کېږي، څو د قانون‌محوره واکمنۍ، ثبات او د ښځو د حقونو او ونډې په اړه د نوې ژمنې زمینه برابره کړي.

جوړونکو ټینګار کړی چې دا ناسته کولای شي د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د تلپاتې سولې او پرمختګ لامل شي.

غونډه درې ځله مخکې ځنډېدلې وه، لومړی د جون په ۲۵-۲۶، بیا د جولای په ۲۵-۲۶ او وروستی ځل د اګست په ۲۵-۲۶.

پاکستانۍ رسنیو، په ځانګړي ډول د «دي نېشن» ورځپاڼې، لیکلي چې ځنډ د طالبانو د اندېښنو له امله و، ځکه د غونډې په ګډونوالو کې د هغوی ځینې مخالفین هم شامل وو.

د رسمي لېست له مخې، ۳۶ سیاسي څېرې، د مدني ټولنې فعالان، ښځې، او د افغانستان د ژغورنې مقاومت شورا او د سولې او عدالت د ملي حرکت غړي دې غونډې ته بلل شوي دي.