د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د نوري فایبرانټرنټ پراخ بندیز خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د هېواد له بېلابېلو برخو څخه خلک شکایت کوي چې نه یوازې د نوري فایبرچټک انټرنټ بند شوی، بلکې د سیمکارتونو له لارې انټرنټ هم له دوامدارو ګډوډیو سره مخ دی.
خلک وايي، انټرنټ د زدهکړو، کار، او ورځني ژوند لپاره حیاتي شوی، خو له تېرو څو ورځو راهیسې انلاین فعالیتونه نږدې فلج شوي دي.
د پروان ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:
“د سیمکارت انټرنټ هم ګران دی او هم ورو، موږ نوري فایبرته ځکه مخه کړې وه چې ارزانه او چټک و. اوس چې فایبر بند شوی، سیمکارت انټرنټ هم کار نه کوي، قطعه کېږي او وصلېږي، نه درس ویلی شو، نه کار کولی شو.”
په ورته مهال، د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېرو څلورو شپو راهیسې انټرنټ نږدې څوارلس ساعته پرلپسې بند پاتې دی. وايي: “له څو ورځو راهیسې موږ له انټرنټي ستونزو سره مخ یو. انټرنټ د شپې له لسو بجو تر سهار اته یا نهه بجو پورې نه وي، نه وایفای شته، نه د سیمکارت انټرنټ کار کوي”.
سرچینې وايي، د نوري فایبرانټرنټ بندېدو زرګونه کورنۍ، تجارتي فعالیتونه، نړیوالو اړیکو، او انلاین زدهکړو ته، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره، جدي خنډونه جوړ کړي دي.
سیاسي شنونکي باور لري چې د طالبانو له لوري د انټرنټ بندول د ټېکنالوژۍ او نړیوالو پرمختګونو سره ښکاره مخالفت دی، چې دا به نه یوازې د خلکو، بلکې د طالب حکومت لپاره هم ناوړه پایلې ولري.
سیاسي شنونکی، نجیب الرحمن شمال وايي:
“طالبانو په دې کار سره وښوده چې له ټېکنالوژۍ، د نړۍ له پرمختګونو او له روښانفکرۍ سره د ځوانانو له وصلېدو وېره لري. دا اقدام به نه یوازې د ځوانانو ژوند ته، بلکې د طالبانو د حکومت راتلونکې ته هم جدي خطرونه پېښ کړي.”
له تېرو څو کلونو راهیسې د نوري فایبرانټرنټ د خلکو لپاره د انټرنټ ارزانه او چټکه بدیله حللاره ګڼل کېده، خو اوس د هغې بندېدل خلکو ته د سختو ستونزو لامل شوی.
