د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان د خیبر پښتونخوا په تیرا ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملیاتو پر څرنګوالي سختې نیوکې کړي، او ویلي یې دي چې د بمباریو دوام او د ولسي خلکو تلفات به ترهګرۍ ته وده ورکړي، نه دا چې ختمه یې کړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون د پنجشنبې په ورځ د “ایکس” له لارې خپره کړې اعلامیه کې وکړې، او ویې ویل: “زه د ماشومانو، ښځو او عامو وګړو د وژنې له امله سخت خواشینی یم.” هغه زیاته کړه چې په تېر یو کال کې یې څو ځله خبرداری ورکړی چې په دغو سیمو کې پوځي عملیات به هبڅ کله د سولې لپاره اغېزمن تمام نه شي.
عمران خان د پاکستان پوځ او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر مستقیم مسؤل وبللو او تور یې ولګاوه چې په لوی لاس کورني او سیمهییز وضعیت ته تاوتریخوالی ورکوي، تر څو تحریک انصاف بدنام کړي، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې چېرته چې دغه ګوند پراخ ولسي ملاتړ لري.
نوموړي وویل: “د خیبر پښتونخوا حکومت د اسټیبلشمنټ په دام کې لوېدلی. پر ځای د دې چې خبرې وشي، جنرال منیر د تقابل لاره غوره کړې. دوی ګواښونه، ډرون بریدونه او په زور زیاتي د افغان کډوالو شړل ترسره کوي، چې دلته یې لسګونه کاله ژوند کړی دی.”
عمران خان دا هم زیاته کړه چې دغه پالیسي به د سیمې هغه پرمختګونه له منځه یوسي چې د سیمې د ثبات لپاره شوي وو. هغه د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني سره خپلې پخوانۍ خبرې یادې کړې، او ویې ویل چې دواړو مشورې ورکړې وې چې پوځي عملیات د خلکو د افراطیت لامل ګرځي، نه د ثبات.
نوموړي د کرزي یوه خبره حواله کړه: “کرزي امریکایانو ته ویلي وو چې ۹۰٪ طالبان هغه کسان دي چې د خپلو عزیزانو د وژل کېدو له امله د غچ اخیستو په نیت ورسره یوځای شوي.”
خان وویل چې د خپل حکومت پر مهال یې له افغانستان سره اړیکې ښه کړې وې، چې له امله یې د قبایلي سیمو امنیتي وضعیت یو څه ښه شوی و. خو اوس یې تور ولګاوه چې جنرال منیر دا پرمختګونه له خطر سره مخ کړي دي، تر څو ځان د غرب په وړاندې د ترهګرۍ ضد مبارز وښيي او تحریک انصاف کمزوری کړي.
هغه د پوځي اقدام پر ځای د سیاسي حل غوښتنه وکړه او وویل: “د ۲۵۰۰ کیلومتره اوږده ګډې پولې له امله، سوله د بمبارۍ له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې راتلای شي.”
ده وړاندیز وکړ چې باید د اسلاماباد، کابل، د افغان کډوالو او قبایلي ولس ترمنځ څلور اړخیزې خبرې اترې وشي، تر څو یو ټولشموله، سیاسي او پایدار حل راوباسي.
