د اروپايي ټولنې له اعلامیې سره سم، دې ټولنې فرانسوي ډيپلوماټ ګیلس برتراند د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
برتراند له شلو کلونو څخه ډېر د اروپايي ټولنې په بېلابېلو ادارو کې د کار تجربه لري. نوموړی له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه په کولمبیا کې دنده ترسره کوله.
هغه د فرانسې په مارسي ښار کې زېږېدلی دی او د مدیریت، سوداګرۍ او سیاسي علومو په برخو کې یې لوړې زده کړې کړې دي. برتراند د اروپايي ټولنې په چوکاټ کې د ګاونډیو هېوادونو او له عربي ـ اسلامي نړۍ سره د اړیکو په برخه کې هم پراخ کار کړی دی.
برتراند مخکې تر دې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په استازولۍ کې دنده ترسره کړې وه. هغه په بیروت کې هم د سوریې لپاره د اروپايي ټولنې د استازي او کاردار په توګه کار کړی او د بروکسل د غونډو د تنظیم ټیم مشري یې کړې وه، چې د سوریې د کړکېچ په اړه جوړې شوې وې.
تر برتراند وړاندې، توماس نیکلسون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی و. د هغه ماموریت چې په ۲۰۲۱ کال کې پیل شوی و، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.
