کډوالي

د ایران د پوهنې وزیر: د افغان کډوالو ۵۰ زره ماشومان په ښوونځیو کې نه دي شامل شوي

عکس از دانش‌آموزان مهاجر افغانستان مقیم ایران

د ایران د پوهنې وزیر علي رضا کاظمي وايي، شاوخوا ۵۰ زره د افغانستان کډوال ماشومان چې د زده‌کړو په عمر کې دي، تر اوسه د دغه هېواد په ښوونځیو کې نه دي شامل شوي.

کاظمي په یوې مرکې کې وویل: «موږ به هڅه وکړو چې د دغو ماشومانو د زده‌کړې ستونزه هواره کړو.» هغه زیاته کړه چې تېر کال د ایران په ښوونځیو کې شاوخوا ۶۰۰ زره د بهرنیو اتباعو زده کوونکي شامل وو، خو د کډوالو ماشومان اکثر وخت ناوخته نوم لیکنه کوي.

د هغه په وینا، د ایران د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له هېواده وتلي چې لږ تر لږه ۲۰۰ زره یې د ښوونځي په عمر کې ماشومان وو. د کاظمي په حساب، له دې سره اوس شاوخوا ۵۰ زره افغان ماشومان په ایران کې پاتې دي چې د نوم لیکنې له پروسې بې برخې دي.

د ایران د پوهنې وزیر وویل چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د هغو افغان ماشومانو د نوم لیکنې زمینه برابره شي چې لا هم په ایران کې پاتې دي او د زده‌کړو غوښتونکي دي.

هغه ټینګار وکړ: «موږ باور لرو چې کډوال ماشومان باید له زده‌کړې محروم نه شي، ځکه دوی هم د زده‌کړو او روزنې حق لري.»

کارپوهان باور لري چې د افغان کډوالو ماشومانو د زده‌کړې مسله یوازې د بشري حقونو اړخ نه لري، بلکې د سیمه ییز امنیت او ټولنیز ثبات لپاره هم حیاتي ده. که زرګونه ماشومان له ښوونې او روزنې بې‌برخې پاتې شي، د کار بازار او ټولنیزو ستونزو له امله د بې‌وزلۍ او استحصال خطر زیاتېږي.

همدارنګه، د زده‌کړې نه شتون کولی شي د ناوړه کړنو او افراطیت د جذب زمینه برابره کړي. له همدې امله د ایران د پوهنې وزارت ژمنې د بشري او سیمه ییزو ارزښتونو له نظره مهمې ګڼل کېږي، خو شننونکي ټینګار کوي چې دغه ژمنې باید عملي شي، نه دا چې یوازې د رسنیو په کچه مطرح پاتې شي.