په غور ولایت کې د ویلچیر یا د معلولینو باسکټبال سیالۍ د څلورو ټیمونو په ګډون د فیروزکوه ښار په مرکزي لوبغالي کې پیل شوې.
دغه سیالۍ د ویلچیر باسکټبال فدراسیون د ولایتي استازولۍ له لوري، د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ تنظیم شوې دي.
په پرانیستونکې لوبه کې، د “وحدت” ټیم وتوانېد چې د “جام غور” ټیم ته د ۱۹ پر ۱۵ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړي او خپله لومړۍ بریا ثبت کړي.
د یادو سیالیو هدف د معلولو لوبغاړو د وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول، د دوی د هڅونې فضا رامنځته کول او د معلولینو لوبو ته د ټولنې پام راجلبول ښودل شوی دی.
تنظیموونکي وايي، دا ډول سیالۍ نه یوازې د ورزش د ودې لامل ګرځي، بلکې د معلولو کسانو پر ځانباور هم مثبت اغېز کوي. ټاکل شوې چې دا سیالۍ به د څو ورځو لپاره دوام ومومي او وروستی ګټونکی به د غوره لوبډلې په توګه وستایل شي.
