نړۍ

مکرون: که ټرمپ د نوبل جایزه غواړي، نو د غزې جګړه دې ودوي

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رښتیا غواړي د سولې نوبل جایزه وګټي، نو باید د غزې جګړه پای ته ورسوي.

مکرون د سې شنبې په ورځ د نیویارک څخه د « بي ایف ایم » ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې یوازې ټرمپ دا توان لري چې پر اسراییلو فشار راوړي او جګړه بنده کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د جګړې وسلې او تجهیزات نه ورکوو، خو د امریکا متحده ایالات دا کار کوي. نو ځکه د جګړې د بندېدو کیلي د امریکا په لاس کې دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وینا کې د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا کار به د حماس لپاره جایزه وي.

ټرمپ ټینګار وکړ: «موږ باید د غزې جګړه سمدستي ودروو او د سولې خبرې پیل کړو.»

مکرون وویل، ټرمپ که غواړي د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړي، نو باید د همدې جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

ځینې هېوادونه لکه پاکستان، اسراییل او کمبودیا د ټرمپ نوم د سولې نوبل جایزې ته وړاندې کړی دی.