سویلي آسیا

بلوچستان کې پر جعفر اېکسپرېس چاودنه؛ یو درجن مسافرین ټپیان شول

د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په دشت سیمه کې، د سه شنبې په ورځ د جعفر اېکسپرېس اورګاډی د بمي چاودنې ښکار شو، چې له امله یې شاوخوا ۱۲ تنه مسافر ټپیان شول.

چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې له پېښور نه کوټې ته روان اورګاډی د پټلۍ ترڅنګ ښخ شوي بم ته ورسېد. له چاودنې وروسته څلور بوګۍ له پټلۍ واوښتې، او ټپیان – چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي – کوټې ته ولېږدول شول.

چارواکو سیمې ته ژر تر ژره د ژغورنې ډلې واستولې او د بیړني حالت اعلان یې وکړ. د سرچینو په وینا ځینې ټپیان په جدي حالت کې دي. د پېښې له امله د اورګاډو تګ راتګ وځنډېد، او د پټلۍ ترمیم به  نن چهارشبنه پیل شي.

د رېلوې وزیر حنیف عباسي د پېښې د پلټنې امر کړی او چارواکو ته یې د ۲۴ ساعتونو دننه د راپور وړاندې کولو لارښوونه کړې ده. تر اوسه هېڅ یوې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.

یاده دې وي، چې جعفر اېکسپرېس سږکال د مارچ په میاشت کې هم د وسلوالو له خوا برمته شوی و، چې پکې ۲۱ مسافر وژل شوي وو. د یادې پېښې اصلي طراح، استاد مرید،  د بلوچ لېبرېشن آرمي،  ماجید ډلې مهم غړی بلل کېدلو.