د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د خپلې وینا پر مهال د هغو لوېدیځو هېوادونو مخالفت وکړ چې په وروستیو کې یې فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلی دی. ټرمپ وویل دا ډول ګامونه د “حماس د ترهګریزو کړنو” لپاره انعام ورکول دي.
ټرمپ ټینګار وکړ چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه باید د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو پر ځای په غزه کې د حماس له لوري د نیول شویو بندیانو د خوشې کولو هڅو ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي وویل: “د دې اقدام ګټه یوازې د حماس د وحشتناکو جرمونو لپاره انعام ورکول دي.”
په وروستیو ورځو کې فرانسې، بریتانیا، کاناډا، استرالیا او پرتګال فلسطین د خپلواک دولت په توګه پېژندلی، چې دا کار د اسرائیلو له سخت غبرګون او د امریکا له مخالفت سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په وینا، د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل د دوهدولتي حل تر ټولو څرګنده لار ده.
ټرمپ د خپلې وینا وروسته د اسلامي هېوادونو له یو شمېر مشرانو، لکه د سعودي عربستان، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان او متحده عربي اماراتو استازو سره هم وکتل. نوموړي دا ناسته “ډېره بریالۍ” وبلله او زیاته یې کړه چې ژر به د اسرائیلو له لوري هم خبرې وشي.
امریکا غواړي عربي او اسلامي هېوادونه دې ته وهڅوي چې په غزه کې د جګړې تر پای وروسته د امنیتي ځواک د لېږلو او د بیارغونې د لګښت د برابرولو مسؤلیت پر غاړه واخلي.
په همدې حال کې د اسرائیلو پوځ په غزه ښار کې د ځمکنۍ جګړې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د سیمې د روغتیا وزارت د راپور له مخې یوازې د سه شنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د اسرائیلو حکومت د غزې پر اوږدمهاله نیولو او د لوېدیځې غاړې د دایمي یهودي اکثریت پر ټینګښت کار کوي. راپور زیاتوي چې د اسرائیلو پوځ د ملکي تاسیساتو پراخ ویجاړونه کړې او د جولای تر میاشتې پورې یې پر ۷۵ سلنه غزې کنټرول ټینګ کړی دی.
اسرائیلو د دې راپور موندنې رد کړې دي.
