د طالبانو تر واک لاندې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د وزیرانو د رئیس د حکم پر بنسټ اعلان کړی چې د بهر مېشتو افغانانو د اسانتیا لپاره د تابعيت پېژندپاڼو د وېش بيې راکمې شوې دي.
د ادارې د اعلامیې له مخې، له دې وروسته به افغانان وکولی شي خپلې پېژندپاڼې د استوګنې د بهرنيو اسنادو پر بنسټ په لاندې ډول ترلاسه کړي:
- هغه افغانان چې په بهر کې مېشت دي او کابل ته په حضوري ډول د پېژندپاڼې د اخيستلو لپاره مراجعه کوي، د تذکرې په بيه کې به ورسره د کور دننه هېوادوالو سره يو شان چلند وشي.
- هغه افغانان چې په ګاونډيو هېوادونو، د منځنۍ آسيا هېوادونو، هندوستان او ترکيه کې اوسېږي او غواړي غيرحضوري کاغذي پېژندپاڼه ترلاسه کړي، د پخوانۍ ۲۰۰ ډالري بيې پر ځای يوازې ۵۰ ډالر ورکوي.
- هغه افغانان چې په عربي هېوادونو، افريقايي هېوادونو او روسيه کې مېشت دي او د غيرحضوري کاغذي پېژندپاڼط غوښتونکي وي، د ۲۰۰ ډالرو پر ځای يوازې ۷۰ ډالر ورکوي.
- هغه افغانان چې په اروپايي هېوادونو، امريکا، کاناډا او استراليا کې ژوند کوي او غواړي غيرحضوري کاغذي تذکره تر لاسه کړي، د ۲۰۰ ډالرو پر ځای ۱۵۰ ډالر ورکوي.
د ملي احصائيې او معلوماتو اداره ټینګار کوي چې دا پرېکړه د افغانانو د اسانتیا لپاره شوې او هڅه کېږي چې د اړوندو خدماتو په وړاندې کولو کې لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.
سره له دې چې د تذکرو د وېش لپاره د بیو کچه د بېلابېلو هېوادونو د افغانانو لپاره جلا ټاکل شوې ده، خو ملي احصائیې او معلوماتو اداره تر اوسه نه ده روښانه کړې چې د دې توپیر دلیل څه دی. د شنونکو په باور کېدای شي د لیږد لګښتونه، تخنیکي ستونزې او یا د اړوندو هېوادونو له شرایطو سره تړلې پروسې د دې بدلون سبب شوي وي، خو رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.
