د افغانستان د فوټبال ملي فډراسیون د آسیا د فوټبال فډراسیون (اې ایف سي) په همکارۍ او لارښوونه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۲۴ روزونکو ته د (ب) درجې روزنیز کورس دویم پړاو بشپړ کړ.
دغه کورس چې ۱۱ ورځې یې دوام وکړ، په کابل کې د فډراسیون په مرکز کې ترسره شو.
د فوټبال ملي فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر وویل، په دغه کورس کې ګډونوالو ته د فني او تاکتیکي مهارتونو تر څنګ د روزنې تخنیکي اصول او تیوري تدریس شول، او همداراز د ادارې او مدیریت اړوند پوهاوی هم ورکړل شو.
یاد کورس د هغو روزونکو لپاره ځانګړی شوی و چې مخکې یې د (سي) درجې سندونه ترلاسه کړي وو.
د فوټبال د چارو پوهانو په باور، د (B) درجې په څېر مسلکي روزنیز کورسونه د لوبې د پرمختګ لپاره حیاتي رول لري. دوی وایي چې د روزونکو مسلکي روزنه د دې سبب کېږي چې ځوان لوبغاړي د نړیوالو معیارونو پر بنسټ وروزل شي او د لوبې پر تخنیکي او تاکتیکي کیفیت کې ښکاره بدلون راشي.
د کارپوهانو په اند، د دغو پروګرامونو اغېز یوازې په روزونکو نه، بلکې په ټول سیسټم کې محسوسېږي، ځکه د قوي روزونکو په لرلو سره ملي ټیمونه او کلبونه کولی شي سیالۍ په لوړه کچه ترسره کړي او په نړیوال ډګر کې د هېواد د نوم روښانه کولو ته لاره هواره شي.
