هر کال د سپتمبر په ۲۲مه نېټه، د نړۍ په ګڼو ښارونو کې د «بېموټره نړیواله ورځ» نمانځل کېږي، چې خلک یې هڅوي تر څو یوه ورځ له موټرو کار وانخلي. د دې ورځې هدف د هوا د ککړتیا کمول او د قدموهلو او بایسکل چلولو دود پیاوړی کول دي.
د «بېموټرې نړیوالې شبکې» په وینا، دا ورځ ښيي چې ښارونه که د موټرو پر ځای د انسانانو پر خوځښت جوړ شي، څومره پاک، خوندي او د ژوند لپاره ښه چاپېریال لرلی شي.
په اروپایي ښارونو کې هم د «تحرک اونۍ» د سپتمبر له ۱۶ تر ۲۲ پورې لمانځل کېږي چې دوامداره او پاکه ښاري ټرانسپورټي تګلاره نندارې ته وړاندې کوي.
په بېلابېلو ښارونو کې خلک د دې ورځې په لمانځلو کې بېلابېلې بڼې کاروي؛ په بوداپست کې د بدیلو انرژیو موټرو سیالۍ، په ساوپالو کې د آس ځغلونه، په ویانا کې د سړک پر سر د خلکو ګډه مېلمستیا او په جکارتا کې منډې وهلو دغه ورځ نمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو چاپېریال ساتنې ادارې د هغو کسانو هڅې ستایلي چې د دوامدار ژوند طرز ته هڅوي. د کولمبیا په بوګوتا ښار کې د «بایسکل غوره دی» په نوم پروګرام مشر، دیېګو اوسوریو وايي: «موږ ښارونه یوازې د موټرو لپاره جوړ کړي او د انسانانو ځای مو له منځه وړی. اوس وخت دی چې دا له لاسه وتلی ځای بېرته ترلاسه کړو.»
احصایې ښيي چې د ټرانسپورټ له امله رامنځته شوې هوايي ککړتیا د زرګونو انسانانو د مړینې سبب کېږي. یوازې په ۲۰۱۶ کال کې نږدې ۴.۲ میلیونه کسان د ککړې هوا له امله مړه شوي دي.
په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال «بېموټرې ورځې» د تجربې له مخې، د موټرو د دودیزو ګازونو کچه ۴۰ سلنه راټیټه شوې وه.
د ملګرو ملتونو د هوايي کیفیت او خوځښت د څانګې مشر، راب دي یونګ وايي: «ډېری ښارونه د موټرو پر بنسټ جوړ شوي، خو اوس وخت دی چې د انسانانو د خوځښت پر بنسټ ښارونه جوړ کړو.»
د دې ترڅنګ، د «ساه واخلئ» نړیواله کمپاین هم په ګڼو ښارونو کې عملي کېږي چې د پاکې انرژۍ کارونې، شنو ساحو پراختیا، د بایسکل چلولو او د قدموهلو دود ته وده ورکوي. دا کمپاین اوس مهال د نړۍ له ۸۰ میلیونو زیات وګړي رانغاړي.
