د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ د سپټمبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې، په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۴۳۰۰ افغان کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه شمېر د تېرې اوونۍ په پرتله راکم شوی دی، ځکه په هغه وخت کې هره ورځ په اوسط ډول ۷۴۰۰ کسان ستنېدل؛ خو اوسنی شمېر بیا د ۲۰۲۵ د لومړۍ درېمیاشتنۍ په پرتله لوړ دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال له پیله تر اوسه له ایرانه تر دوو میلیونو ډېر کډوال بېرته راستانه شوي دي، او د ایران او پاکستان له دواړو څخه د ستنېدونکو ټول شمېر د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې تر ۲.۷ میلیونو کسانو اوښتی دی.
د راپور پر بنسټ، له دغو بېرته ستنېدنو څخه له ۶۰ سلنې ډېر اجباري دي. یوازې د ۲۰۲۵ د جولای میاشتې له ایرانه شاوخوا ۴۶۰ زره کډوال ایستل شوي چې په تېرو دریو کلونو کې تر ټولو لوړ میاشتنی شمېر بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د سپټمبر د ۱۱مې تر ۱۷مې پورې یوازې په یوه اوونۍ کې تر ۳۰ زرو ډېر کسان ایستل شوي چې ۷۵ سلنه یې د اسلامقلعه له لارې او ۲۵ سلنه د زرنج له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ همدارنګه د سرشمیرنې د کارت لرونکو وضعیت څېړلی او ویلي یې دي چې د همدې اوونۍ په ترڅ کې ۳۳ سلنه بېرته ستنېدونکي او ۳۵ سلنه ایستل شوي کسان د سرشمیرنې کارتونه لرل.
په ورته وخت کې د افغان کډوالو لپاره د «ستونزو د حل ستراتیژۍ سیمهییزه ډله» غونډه په تهران کې جوړه شوې ده.
دغه ناسته د ایراني چارواکو، د ملګرو ملتونو استازو، د کډوالو عالي کمېشنرۍ، یونیسف، د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام او د بېلابېلو سفارتونو په ګډون ترسره شوې ده.
نادر یاراحمدي، د ایران د ملي مهاجرت ادارې مشر، په خپله وینا کې ټینګار کړی چې ایران نږدې پنځوس کاله د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، خو د نړیوالې ټولنې ملاتړ د دغې ګڼې کډوالۍ په برخه کې ناکافي او اغېزناک نه دی.
په عین حال کې، د نړیوالو سازمانونو استازو د درېجانبه خبرو وړاندیز کړی چې د ایران، افغانستان او د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ ترسره شي تر څو د کډوالو د بېرته ستنېدلو بهیر په ښه ډول اداره شي.
