د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو کمیسیون وايي چې پرون جمعه (د وږي ۲۸مه) ایران او پاکستان په ګډه ۶۷۸۵ افغان کډوال، په جبري او اختیاري ډول، له خپلو هېوادونو شړلي دي.
د کمیسیون د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه ۱۴۱۶ تنه له ایران او ۵۳۶۹ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي. یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، د پُل ابریشم او اسلام قلعه له لارو را اوښتي دي.
راپور ښيي چې یوازې په تېره اوونۍ کې پاکستان ۳۲۰۶۴ او ایران ۹۰۲۰ افغان کډوال ایستلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرینډي مخکې خبرداری ورکړی و چې په اوسني حالت کې د افغان کډوالو جبري ایستل به د افغانستان د خلکو پر اوږو لا ډېر فشار واچوي. هغه وویل، وروستي زلزله په ختیځو ولایتونو کې تر ۵۰۰ زره زیات کسان اغېزمن کړي او افغانستان پخپله د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې په داسې حالاتو کې د مرسته کوونکو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان مرستې ډېرې مهمې دي. هغه له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د جبري ستنېدنې پروسه ودروي، ځکه افغانستان د اقتصادي ستونزو، د ژوند د سختو شرایطو او د وروستۍ زلزلې له امله د کډوالو د دومره لویې څپې د جذب ظرفیت نه لري.
