سوداګري

د هرات کروندګر: د اینځرو حاصلات ډېر او عایدات کم شوي

د هرات یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال د اینځرو تولید په دغه ولایت کې د پام وړ زیات شوی، خو د بازار د نشتوالي له امله یې عاید راکم شوی دی.

کروندګر ټینګار کوي چې د سړو خونو او کورني پلور د نه شتون له کبله اړ دي خپل اینځر په ټیټه بیه وپلوري. د دوی په وینا، اوس مهال د خالص اینځرو هر کیلوګرام یوازې له ۱۰ تر ۱۲ افغانیو پلورل کېږي.

د زنده جان ورلسوالۍ د اینځرو د یو باغ څښتن عزیزالله، وایي: «که څه هم سږ کال حاصل ډېر دی، خو اړ یم څلور کیلو اینځرو په ۵۰ افغانیو وپلورم. بازار سقوط کړی او موږ له سختو مالي زیانونو سره مخ یو.»

بل کروندګر، فرهاد، زیاتوي: «د سړو خونو او ولایتونو ترمنځ د بازارونو د نشتوالي له امله محصولات په ټیټه بیه خرڅوو. د عاید کچه دومره کمه ده چې د لګښتونو د پوره کولو توان نه لرو.»

د کروندګرو په وینا، د اینځرو باغونو د ساتنې لګښت لوړ دی، په ځانګړي ډول د اوبو او برېښنا بیې، د سرې او د ځمکې کرايه. عزت‌الله، یو بل کروندګر، وايي: «د اینځرو عمر یوازې له ۴۵ ورځو تر دوو میاشتو پورې دی. په دې موده کې باید حاصل وپلورو، خو هغه څه چې ترلاسه کوو زموږ لګښتونه نه پوره کوي.»

د زنده جان ولسوالۍ په لوېدیځ کې د اینځرو د ودې لپاره مناسب اقلیم لري، خو د سړو خونو نشتوالی او د صادراتو یا کورنیو بازارونو د نشتوالي له امله کروندګر له سترو ننګونو سره مخامخ دي.