کډوالي

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له ۸ زرو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدلو کمیسیون د معلوماتو له مخې، تېره ورځ (پنجشنبه، د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ هـ ش) له پاکستان او ایران څخه ټولټال ۸۰۹۵  افغان کډوال له بېلابېلو لارو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، یوازې له پاکستان څخه ۶۱۸۷  افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارو بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. همداراز له ایران څخه ۱۹۰۸  افغان کډوال د اسلام‌قلعه او ورېښمو بندرونو له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالب چارواکو په ونیا په همدې ورځ د کډوالو عالي کمېسیون د بېلابېلو کمېټو د کړنو له مخې، ۱۵۸۱ کورنۍ چې ۸۰۹۵ کسان یې تشکیلوي ثبت شوي، ۸۸۶ کورنۍ (۴۸۸۳ کسان) لبردول شوي، او ۸۱۲ کورنیو ته بېلابېلې مرستې رسېدلي دي. دغه راز، ۱۴۹۷ سیمکارتونه ویشل شوي، او له راستانه شویو کډوالو سره ټولټال ۴۰ میلیونه، ۸۴۱ زره او ۳۱۰ افغانۍ نقدي مرسته شوې ده.

د کډوالو چارو مسوولین وایي، له راستانه شویو کورنیو سره د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او مخابراتي آسانتیاوو برخه کې مرستې روانې دي، څو هغوی وکولای شي ژر تر ژره عادي ژوند ته وروګرځي.

د افغان کډوالو د ستنېدو دا بهیر داسې مهال دوام لري چې لا هم پاکستان او ایران د ناقانونه مېشتو افغانانو د ایستلو لړۍ پر مخ وړي، او هره ورځ سلګونه تر زرګونو افغانان اړ کېږي چې خپل وطن ته بېرته راستانه شي.