کډوالي

سرچینې: په سپین بولدک کې ۱۸ زره پاکستاني موټر د کډوالو د لېږد له امله بند پاتې دي

ځایي سرچینې وايي، د پاکستان شاوخوا ۱۸ زره موټر چې کډوالې کورنۍ یې افغانستان وړي، د پاکستان د نه‌اجازې له کبله په سپین بولدک کې بند پاتې دي.

د سرچینو په وینا، دې وضعیت د موټرو کرايې څو برابره لوړې کړې او د کډوالو کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دي.

د دغو موټرو چلوونکي چې په پاکستان کې ورته “اړتال” ویل کېږي، له څو اوونیو راهیسې د کندهار پر خوا کې بند پاتې دي او د بېرته ستنېدو اجازه نه لري.

د موضوع په تړاو تر اوسه نه د طالبانو چارواکو او نه هم د پاکستان حکومت رسمي دریځ څرګند کړی دی.

پاکستان د روان سپتمبر په میاشت کې د کډوالو د ایستلو بهیر یو ځل بیا چټک کړی دی. د طالبانو د کډوالو کمیسیون د شمېرو له مخې، هره ورځ تر شپږ زره پورې کډوال له بېلابېلو لارو، په شمول د سپین بولدک، افغانستان ته شړل کېږي.