سوداګري

د ځان بسیاینې پر لور؛ زرمینه پنېر پلوري او د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۵ کلنه زرمینه په خپل کور کې د ساتل شویو غواګانو له شیدو پنېر جوړوي او بیا يې د پلور لپاره بازار ته لېږي.

زرمینه وایي د کورنیو د نارینه وو د لاسنیوي لپاره دا یوه ښه لاره ده.

په خبره يې پنېر جوړول سخت کار نه دی لږ زحمت غواړي او په لږ زحمت ډېره ګټه ترلاسه کېدای شي.

هغه اوس د خپل کور لومړنۍ اړتیاوې د پنېرو په جوړولو او پلورلو پوره کوي.

د زرمینې په خبره په دې وروستیو کې پر غواګانو لګېدلې ناروغۍ يې که څه هم څاروي زیانمن او د شیدو تولید کم کړی خو خپله هڅه کوي.

هغه وايي: «زه له کلونو راهیسې دا کار کوم، موږ د غواګانو شیدې را اخلو ترې پنېر جوړوو او بیا یې په بازار کې پلورو.»

زرمینه د پنېر جوړولو تګلاره هم له موږ سره په دې مرکه کې شریکوي: «لومړی شيدې په اور د یو څه وخت لپاره ږدو، چې ګرمې شې، بیا د پنېر لپاره جوړه شوې تومنه وراچوو، بیا له ګډولو وروسته یې په اور د نیم ساعت لپاره ږدو، وروسته به پنېر جوړ را وباسو او په لرګېنې جالۍ کې به یې کېږدو او بیا به یې د اوبو له تلو وروسته په مالګينو اوبو کې واچوو چې خوند یې برابر شي.»

د هغې تر ټولو لویه هیله دا ده، چې هره مېرمن په خپل ځان بسيا او وکولای شي د نارینه‌وو په نشتون کې کور مديریت کړي او اړتياوې پوره کړي.

ملک طاهر بیا د دره نور په ستن کلي کې ملک دی وایي، په دې سیمه کې ګڼې کورنۍ همدا کار کوي او بیا په کور د ننه جوړ شوی پنېر په بازار کې پلوري.

د هغه په خبره یوه کیلو پنېر په بازار کې تر ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، چې که خلک هڅه وکړي کولای شي له دې لارې خپلې ستونزې هوارې کړي.

هغه زیاتوي: «د دې لپاره، چې د کور مېرمنې په دې سختو حالاتو کې د نارینه‌وو لاسنیوی وکړي يوه ښه لاره همدا ده. هسې هم خلک په ولسوالیو کې غواګانې ساتي، خو که د خرڅولو لپاره منظم مارکېټ جوړ شي بیخي به ښه شي.»

د ننګرهار د دره نور او ښېوې ولسوالۍ پنېر په ټول هېواد کې مشهور دی او زیات مینه وال لري.

له لیرې ولایتونو راغلي خلک یې د ډالۍ په ډول اخلي او له خپل ځان سره یې د سوغات په ډول کورونو ته لېږدوي.

عام خلک په دې باور دي، که په دې برخه پانګونه وشي او په لیرې پرتو ولسوالیو کې مېشتو خلکو ته په منظم ډول د شيدو ، مستو او پنېر د تولید او پلور بازار برابر شي ښایي ډېری کورنۍ په ځان بسيا او د بېکارۍ چغې به کمې شي.