سرچینې وایي، د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند حاجي داود شاه څو ورځې وړاندې له کاناډا نه افغانستان ته تللی و او تېره ورځ کندهار کې ناپېژانده وسلهوالو په ډزو وژلی.
د وژل شوي کس جنازه نن ۴بجې په کندهار کې ادا کېږي.
۱۲ کاله وړاندې فریبا احمدي کاکړ غزني کې طالبانو د شل ورځو لپاره برمته کړې هم وه. نوموړې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره کاناډا کې اوسېږي.
طالبان په داسې حال کې د سراسري امنیت دعوې کوي چې د ملا هبت الله د ناستې ځای سره نږدې لا هدفي وژنې روانې دي.
