ځايي سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت د کابل په دشتبرچي سیمه کې د ۱۰۰ بستریز روغتون ۱۷ کارکوونکي او ډاکتران له دندو ګوښه کړي دي.
سرچینې وايي، په ګوښه شویو کسانو کې هم ښځې شاملې دي او هم نارینه.
د سرچینو په وینا، دغه روغتون د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له اړخه کافي ملاتړ نه لري او اوس مهال یوازې په څو محدودو څانګو لکه عمومي داخله، تغذیه، د ماشومانو څانګه او ځینو نورو برخو کې فعالیت کوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
