په هرات ولایت کې ګڼې کورنۍ شکایت کوي چې د کرایې او ګروي کورونو موندل خورا ستونزمن شوي دي او د کورونو بیې په بېمخینې ډول لوړې شوې دي.
عاصمه، چې تازه له ایران څخه ایستل شوې او د یوې کورنۍ سرپرسته ده، وايي له دوو میاشتو راهیسې د ګروي کور په لټه کې ده، خو تر اوسه نه ده بریالۍ شوې. هغې زیاته کړه چې د کورونو کموالی او د لوړو بیو فشار د بېوزله کډوالو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
مصطفی، د یوې پنځه کسیزې کورنۍ مشر، هم ورته ستونزې ته اشاره کوي. دی وایي ډېری هغه کسان چې اوس په هرات کې د استوګنې لپاره کورونه غواړي، هماغه کډوال دي چې له ایران راستانه شوي او د اقتصادي بېثباتۍ له امله د کور کرایه یا ګروي ورکول ورته ګرانه تمامېږي.
په عین حال کې، د هرات بل اوسېدونکی عبدالرحمن وايي، زرګونه کورنۍ په ختیځو سیمو کې د دې لپاره چې د کرایې د ورکولو وس نه لري، په لنډمهاله او غیرمعیاري کورونو کې ژوند کولو ته اړ شوې دي.
د هرات د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو مسوولین هم تاییدوي چې د کرایې او ګروي کورونو شمېر په دې ولایت کې په چټکۍ سره راکم شوی او د ځمکو او استوګنیزو کورونو بیې لوړې شوې دي.
