د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۱۵مه اعلان کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان، د نشهيي موادو پر وړاندې د نړیوالو تعهداتو او قوانینو عملي کولو کې “په ښکاره توګه پاتې راغلی” دی. ټرمپ دا څرګندونې د بهرني مرستو د قانون له مخې، کانګرس ته د یوه رسمي راپور د وړاندې کولو پر مهال کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې طالبانو د نشهيي موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي اړوند د بندیز اعلان کړی، خو لا هم په افغانستان کې د اپین، هیرویینو او په ځانګړې توګه میتامفیتامین تولید ته دوام لري. د راپور له مخې، د نشهيي موادو له دغه ناقانونه کاروباره ترلاسه کېدونکې عواید نه یوازې سیمهیزې مافیايي ډلې تمویلوي، بلکې د نړیوال تروریزم مالي ملاتړ ته هم لاره هواروي.
ټرمپ څرګنده کړې چې طالبان یوازې په اعلامیو کې د نشهيي موادو بندیز یادوي، خو په عمل کې د دوی له لیکو ځینې کسان لا هم په دې کاروبار کې ښکېل دي. نوموړي وویل:
“زه یو ځل بیا افغانستان هغه هېواد ګڼم چې په څرګنده توګه یې د نشهيي موادو د کنټرول نړیوال مکلفیتونه نهدي عملي کړي، او دا حالت د امریکا ملي امنیت او نړیوال ثبات ته جدي ګواښ متوجې کوي.”
د امریکا ولسمشر وویل، که یې د نشهيي موادو د تولید او قاچاق مخه ونهنیسي؛ نو دا ډول هېوادونه باید له جدي پایلو سره مخ شي. نوموړي زیاته کړه چې هېواد بهیې ټولې اړینې سرچینې او ځواکونه د هغو مافیايي شبکو، ترهګرو او ناقانونه کارتلونو پر وړاندې وکاروي، چې دا کاروبار تمویلوي یا له دې لارې ګټه اخلي.
د سیاسي شنونکو په باور، دا د طالبانو پر مشرۍ یو نړیوال سیاسي فشار بلل کېدای شي، ځکه د طالبانو حکومت تر اوسه نه د نړۍ له لوري په رسمیت پېژندل شوی او نه هم د نړیوالو قوانینو پوره رعایت پکې شوی دی. د امریکا دا دریځ نه یوازې پر طالبانو، بلکې پر هغو هېوادونو هم سیاسي اغېز لرلای شي چې د طالبانو حکومت سره د تعامل لارې لټوي.
