سیاست

نن د سپټمبر ۱۵مه د ولسواکۍ نړیواله ورځ نمانځل کېږي

نن د سپټمبر پنځلسمه، د ولسواکۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، ولسواکي یواځې هغه مهال غوړېږي، چې ګډې ونډې او د بشري حقونو رعایت ته درناوی وشي، خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي، چې د طالبانو تر راتګ وروسته، ښځې په پرېکړو او مدیریتي څانګو کې هېڅ ډول ونډه نه لري او د زده کړو له حقه هم محرومې شوې دي.

نن د سپټمبر پنځلسمه، د ولسواکۍ له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې ولسواکي د خلکو په ارادې او ټولګډونه ونډې ولاړه ده. دغه ورځ د ملګرو ملتونو له لوري په دې خاطر نومول شوې، څو د خلکو د سیاسي آزادۍ له حق بشپړ ملاتړ وشي او له غیر ولسواکو جوړښتونو سره مقابله وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، وایي: «ولسواکي د خلکو له ارادې ځواک اخلي؛ د خلکو په غږ، ټاکنو او ګډون سره غوړېږي. ولسواکي هغه وخت غوړېږي چې د هر چا په ځانګړي توګه د ډېرو زیانمنونکو بشري حقونه او بنسټيزې آزادۍ خوندي پاتې او درناوی یې وشي.»

په ډېرو هېوادونو کې دا ورځ د ولسواکۍ د لاسته راوړنو د درناوي په موخه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې په عملي توګه ولسواکي شتون نه لري او طالبان د خپل نظام پر تطبيق ټینګار کوي.

یو شمېر هغه نجونې چې له زده‌کړو او کاره محرومې دي، وايي چې طالبانو د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي. د دوی په باور، خلک په ځانګړي توګه ښځې او نجونې د طالب د نظام په چوکاټ کې له خپلو حقونو محرومې دي او په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې هېڅ سياسي ګډون شتون نه لري.

له بلې خوا، د يو شمېر سياسي کارپوهانو په باور، د طالبانو له واکمنېدو او د خلکو د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو د ګډون له محدودېدو سره، د افغانستان د پرمختګ لاره ټکنۍ شوې او هېواد يو ځل بيا په تړلي او منزوي ټولنې بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان وګړي، په ځانګړي توګه ښځې او نجونې، له خپلو حقونو د پراخو سرغړونو سره مخ شوي او ډېرې يې له زده‌کړو او کاره بې برخې پاتې شوي دي. له دې مخکې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر سقوط او د نوي اساسي قانون تر تصويب وروسته، د افغانستان خلک د رایې ورکولو، سياسي ګډون او ملکي آزاديو حقونه درلودل، خو په ۲۰۲۱ زږدیز کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، دغه لاسته راوړنې له منځه ولاړې؛ نه يوازې دا چې ازادې ټاکنې او د خلکو سياسي ګډون شتون نه لري، بلکې د بيان ازادي هم محدوده شوې ده.