د اسیا جام شلاوریزو سیالیو په دوام کې، افغانستان خپله دویمه لوبه سبا ماښام د بنګلهدېش پر وړاندې ترسره کوي.
دغه لوبه د سېشنبې په ورځ د اماراتو پر وخت ۶:۳۰ بجې ترسره کیږي. افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۹۴ منډو په توپير له هانګکانګ څخه وګټله.
د افغانستان لوبډله د راشدخان په لوبډلمشرۍ لوبه کوي او د بنګلهدېش لوبډله بیا د لېټونډاس په لوبډلمشرۍ لوبیږي. بنګلهدېش خپله لومړۍ لوبه د شپږو وېکټو په توپیر د سرېلانکا پر وړاندې وبایلله.
