آزادۍ جبهې د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ، د یوه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی او وايي چې په دې پېښه کې د طالبانو دوه غړي ټپیان شوي دي.
دې جبهې په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې برید د راکټ په وسیله ترسره شوی او د طالبانو د استخباراتو یوه سیمه ایزه اداره یې په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې په نښه کړې ده.
سرچینو آمو ته تایید کړې چې د تېر ماښام (یکشنبه، د وږي ۲۳مه) د طالبانو د استخباراتو پر اداره په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د راکټ برید شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
