د کرنې او خوراک نړېوال سازمان ویلي، په افغانستان کې یې د پسونو او وزو د وژونکې ناروغۍ «پي پي آر» د مخنیوي لپاره پراخ واکسینیزیشن پيل کړی دی.
د دغه سازمان په وینا، یوازې د روانې میاشتې په ترڅ کې به درې میلیونه پسونه او وزې واکسین شي، څو د مالدارانو د عاید سرچینې، د خوړو خوندیتوب او د کورنیو تغذیه خوندي پاتې شي.
یاد سازمان څرګنده کړې چې دا کمپاین د بریتانیا د ملاتړ په مرسته عملي کېږي او موخه یې د څارویو د روغتیا پیاوړتیا او د افغان کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
یاده ناروغي د پسونو او وزو لپاره وژونکې بلل کېږي او د خپرېدو په صورت کې د مالدارۍ سکتور ته د پام وړ زیان رسولای شي.
