کډوالي

په یوه ورځ کې ۱۲۸۵ کډوالې کورنۍ افغانستان راستنې شوي دي

انځور ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وایی، تېره ورځ ۱۲۸۵ افغانې کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د دغه کمیسیون په وینا، د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۹۴۰ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۵۵ کورنۍ راستنې شوې دي او همدارنګه د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵، د پکتيکا د انګور اډې له لارې ۱۵، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۴ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۳۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو د چارو د عالي کمېسیون له‌خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېره اوونۍ کې (د وږي له ۱۵مې تر ۲۱مې) ایران او پاکستان ۹۸۰۰۳ افغان کډوال ایستلي دي.

له دې ډلې ۳۲۲۷۹ تنه له ایرانه او ۶۵۷۲۴ تنه نور له پاکستانه په اجباري او داوطلبانه ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

ویل شوي چې دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام‌کلا او د ورېښمو پله له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.