د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شنبې په ورځ، طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې دوی باید پرېکړه وکړي چې له پاکستان سره ولاړ دي او که د تحریک طالبان پاکستان(ټيټيپي) ملاتړي دي.
هغه وویل: «نن زه غواړم افغانستان ته واضح پیغام ورکړم چې د پاکستان او TTP ترمنځ ټاکنه وکړي.»
شهباز شریف چې د پاکستان پوځ مشر عاسم منیر ورسره مل وو، دغه څرګندونې په بنو کې وکړې.
هغه ویلي، چې ټيټيپي له افغانستانه پاکستان ته داخل شوي او داسې بریدونه یې کړي چې سرتېري او عام خلک يې وژلي دي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان چمتو دی له افغانستان سره اړیکې وساتي، خو که طالبان د «ترهګرو» په ګټه ودرېږي او هغوی ته ملاتړ ورکړي، نو پاکستان به له دوی سره هېڅ معامله ونکړي او دغه «ترهګر» به په هر قیمت له منځه یوړې شي.
هغه وویل چې ده د پوځ له لوی درستیز او د پېښور لښکر قومندان سره یې لیدلي او یو پلان لري چې فدرالي کابینې مخې ته به وړاندې به شي. ده ټینګار وکړ چې ټولې پرېکړې به په ګډه او د هېواد د ګټو په خاطر نیول کېږي.
شریف ویلي: «کابینه به پرېکړه وکړي او په کابینه کې نیول شوې ټولې پرېکړې به سمدستي عملي کېږي. موږ تر هغه مهاله په ارامه کې نه ناستېږو تر څو چې وسلوال له منځه لاړ نه شي.»
طالبانو په مکرر ډول د ټيټيپي غړو شتون او د پاکستان په ناامنیو کې لاس لرل رد کړي دي.
