سرچینې وايي، چې په هلمند کې د طالبانو د امر بلمعرف ریاست چارواکو لښکرګاه ښار او ولسوالیو ټولو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی که له دو میاشتو ورسته چا ږيره وخریله یا یي لنډه کړه، قانوني چلند وسره کېږي .
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وایې، چې طالبان خپل قوانین په زوره پرخلکو عملي کوي او دوي غواړی خپل د مخکني رژیم په توګه د خلکو سره چلند وکړي.
د لښکرګاه ښار یو اوسیدونکي الله محمد وایې، ږیره خریل او پریښودل دا د هرچا خپل کار دی او اسلام یوازي په ږیره پرېښدلو سره نه دی حال داچي چارواکي غواړي چې نوي قوانین پر خپلکو باندي پلي کړي .
هغه زیاته کړه « ااا اصلا د خلکو په شخصي کارونه باندي کار لري او دوي اصلا غواړي د تېر تحریک په څیر خلکو باندي هغه ډول قوانین تطبیق کړی.»
دی وایې ، که چیري نوي قوانین د طالبانو لخوا په روز پر خلکو باندي پلي کېږي بدي پلي لارلای شي .
په همدي وخت کې د مارجي ولسوالۍ یو اوسیدونکی دلاور هم وایې ، په ولسوالیو کې مخکي یاد قانون په خپل سري توګه پلي شوی وه ډیری ځوانان د ږیرو خریلو او لنډولو له امله زنداني شوي وه.
دایوازي د ږیریخریلو باندي بندیز نه دی چې د امربلمعرف لخوا لګول کېږي تر دې وړاندي هم په دغه ولایت کې پر رسنیو باندي د موسقي زنګالونو انانسونو باندي هم بندیزلګول شوی دی چې ځیني مسوولین یې زنداني شوي .
